د امارات چاپ البيان ورځپاڼې په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې په سعودی عربستان او يمن كښې د برازيل سفير «سرجيو لوئيز كانيز» د غوی د مياشتې په ٢٦ په جده كښې د اسلامی كانفرنس د سازمان په مقر كښې ددغه سازمان عمومی منشی اكمل الدين احسان اوغلو سره په ملاقات كښې ددغه سازمان سره د ملګری كيدو له پاره د خپل هيواد رسمی درخواست وړاندې كړ.
احسان اوغلو هم د برازيل د سفير سره په دغه كتنه كښې ټينګار وكړ: د اسلامی كانفرنس سازمان په دغه سازمان كښې د نوی څارونكی د غړيتوب د شرائطو د قانون د مسودې د چمتو كولو له پاره د لازمو قانونی اقداماتو د څیړنې په حال كښې دی.
793305