IQNA

18:13 - May 19, 2011
د خبر لمبر: 2125038

مجتبی رحماندوست: د بحرين رژيم د سعوی ځواكونو په ملاتړ هماغه راز خلك شكنجه كوی

سياسی او ټؤلنيز ډله: د جمعيت دفاع از ملت فلسطين مشر ښاغلی مهماندوست وويل چې د بحرين د ځوانانو د بشری حقوقو د ټولنې مشر په زندانونو كښې د خلكو د شكنجې د دوام خبر وركړې دی .

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښاغلی مجتبی رحماندوست نن د ايكنا د خصوصی خبريال ته په مركې كې وويل په بحرين كښې د بندی شويو فعالانو شكنجه بنده شوی نه ده او هغه محكمې چې د ال خليفه رژيم د مخالفانو د محاكمه كيدا لپاره جوړیږی قانونی نه دی .
هغه ويل په دغو غيرقانونی محكمو كښې په مظاهرو كښې د ګډون په تور د بې ګناه خلكو لپاره د پانسی او د ټول عمر لپاره د زندانی كيدا حكمونه صادریږی .
ښاغلی مجتبی رحمان دوست وويل د بحرين د پارلمان د دوو استازيو جواد فيروز او مطر د برخليك او ځای په هكله چې تښتول شوی هیڅ اطلاع نشته .
د جمعيت دفاع از ملت فلسطين مشر ښاغلی مهماندوست وويل د بیړنی حالت د قانون پراساس چې په بحرين كښې ټينګ دی د بحرين مقامات د دغه هيواد د سلګونو ښاريزو د نيولو په باره كښې هیڅ توضيح نلری .
د ويلو ده چې په بحرين كښې ال خليفه رژيم چې د امريكا، انګلستان، سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو مرستې ورسره دی تر اوسه ډير بې ګناه مظاهره چيان وژلی او په زرګونو نور یې ژوبل كړی او په سلګونو نور چې ښځې هم پكښې شاملې دی نيولی دی .
د بحرين او سعودی عربستان په نيول شويو ښځو جنسی تيری هم كړی دی .
794066
captcha