د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له نون اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د كربلا ښاريانو د غويی د مياشتې په 27 نیټه د حضرت عباس علمدار د مور او امام علی(ع) د ماندينې بی بی ام البنين د وفات ماتم ترسره كړ او بيا د امام حسين(ع) په زيارت كښې جمع شول.
د امام حسين(ع) په حرم كښې له جمع كيدو وروسته یې د سعودی عرب له حكومته غوښتنه وكړه چې اجازت دې وركړی چې د بقيع د امامانو قبرونه بيا اباد كړی او د ټولې نړۍ له مسلمانانو یې وغوښتل چې د دې كار د پورا كيدو لپاره د سعودی عرب په خلاف ځای په ځای غونډې وكړی او سعودی حكومت دې زور راوړی.
هغوی وغوښتل چې هغه بقيع كښې د امامانو(ع) او د بی بی ام البنين زيارت دی باندې دې لكه د تير وخت بيا ګمبدونه جوړ كړې شی.
حضرت امالبنين (س) د د 64 هجری كال د جمادیالثانی په 13 نیټه په مدينه منوره كښې وفات شوه او د بقيع قبرستان په لویځه سيمه كښې خورو ته وسپارل شوه.
794084