د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «leprogres» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، كه څه هم د فرانس اسلامی ګوندونو د فرانس حكومت ته خبردارې وركړې و چې ځينې كسان دا هڅه كوی چې د اسلام له پراختيا مخ نيوه وكړی، خو بيا هم په ځينې ښارونو كښې د مسلمانانو د عبادت په مركزونو حملې كیږی.
ځينې ناپيژندلو كسانو د شپې د فرانس د دوګونې سياسته په ګټې سره، د فرانس د «شامپانيول(Champagnole)» ښار په يو جمات بريد وكړ او د هغه په ديوالونو یې د اسلام پر ضد خبرې وليكلې لكه: فرانس د فرانسيانو دے او مرګ دې وی مسلمانانو او عربو له او داسې نور...
دا پیښه د دوشنبې په ورځ كله چې سهار د غويی د مياتشې په 27 نیټه لمونځ كوونكی د لمانځه لپاره راتلل نو ویې ليده او پولس ته یې خبر وركړ.
794220