IQNA

«په روس كې د اسلام تكامل» نومې نړيوال كانفرنس تر سره كیږی

17:45 - May 20, 2011
د خبر لمبر: 2125235
نړيواله ډله: «په روس كې د اسلام تكامل» نومې نړيوال كانفرنس روان ميلادی كال په جون مياشتی كې د ارميتاژ ښار د حكومتی موزيم لخوا د روس په «سن پترزبورگ» ښار كې تر سره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو ويب پاڼې arabic.rt، « یې نقلوی چې د روس د اميتاژښار د ميوزيم مشر ښاغلی «ميخائيل بيوتروفسكی»، د « د پیړيو په اووږدو كې د عربستان د هنری اثارو« د نندارتون په افتتإحی مراسمو كې وويل چې دا كانفرنس «په روس كې د اسلام تكامل» په نوم تر سره كیږی او بهرنی او داخلی كسانو د شركت كولو لپاره ليكونه لیږلی شوی دی.
هغه زياته كړه چې د روس د اسلامی مركزونو د استازو سره د موافقې په مطابق دا ډله د دې كانفرنس په هكله د روس په مختلفو سيمو كې د اسلام تاريخ او مخينه او د اسلام ځانګړتياوو په هكله ويناوې وكړی.
ميخائيل بيوتروفسكی جوته كړه د دې كانفرنس په ترڅ كې يوه بل نندارتون هم د ختیځ او لويدیځ او د اسلامی نړۍ هنر تر عنوان لاندې تر سره كیږی.
794077
captcha