سياسی ډله: د اسلامی ايران د پخوانې خارجه وزير ښاغلی متكی د تهران د جمعی لمانځه د خطبو نه مخكښې ويناوال په توګه په خپل خطاب كې وويل د سيمې د خلكو غورځنګونه د ايران د خلكو د اسلامی ویښتيا د نړيواليدا ښودنه كوی او زياته یې كړه په اروپا زړه كې د بيدارۍ څپو په اړه د ايت الله خامنه ای پيشګوی ډير ژوره وبلله.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی ايران د پخوانې خارجه وزير ښاغلی منوچهر متكی د ايران له اسلامی انقلابه په اسلامی نړۍ كښې د اسلامی بيدارۍ په اغيز منلو ټينګار سره وويل اسلامی بيدارۍ چې د ايران د اسلامی انقلاب د برياليتوب سبب شوه نن د سيمې اسلامی هيوادونو ته رسيدلی ده او كه چيرې په ښه ډول یې مديريت وشی نو د دغو هيوادونو خلك به یې د ازادۍ او د استكبار له سلطې د ژغورنې خوند وڅكی.
هغه زياته كړه چې د اسلامی انقلاب ستر لارښود ايت الله خامنه ای دا پيشګوی چې بيدارۍ به د مركزی اروپا
ته هم ورسوی وويل چې دا پيشګوی ډيره ژوره او دقيقه ده او نن مو په سپين كې د دغه بيدارۍ څپې ليدلې شو
د اسلامی ايران د پخوانې خارجه وزير ښاغلی متكی وويل نن د سيمې غورځنګونه د اسلامی انقلاب د زیږنځای په توګه له ايران څخه د بيلګه اخستلو ته ضرورت لری چې برياليتوب ته ورسیږی.
د اسلامی ايران د پخوانې خارجه وزير ښاغلی متكی په دې خبرې سره چې امام خمينی ره په خپل علم او پوهې سره په سيمه كښې يو بدلون رامينځه كړ وويل د ولايت فقيه په لاره كښې حركت هيواد خپلواكۍ او ژغورنې ته رسوی.
795083