IQNA

د بحرين رژيم روغتونونه او جوماتونه په نيواك كښې راوستلی

23:17 - May 21, 2011
د خبر لمبر: 2125994
نړيواله ډله: د بحرين د بشری حقوقو د مركز غړی د دغه هيواد د روغتونونو او جوماتونو د حالت په باره كښې د يوې مرسته رسونكی ډلې راپور د بحرين د حكومت د جنايتونو يو بل ثبوت وباله .
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز نون یې نقلوی د بحرين د بشری حقوقو د مركز غړی عباس العمران له العالم ټيلی ويژن سره په مركه كښې وويل دسعودی عربستان او بحرين دامينتی ځواكونو په لاس دبحرين دروغتونونو دنيواك او دژوبلو كسانو او دډاكټرانو دنيولو په باره كښې دبشری حقوقو لپاره دډاكټرانو موسسې وروستی راپور يو بل سند او ثبوت دی چې دبحرين رژيم جنايتونه او دبشری حقوقو خلاف ورزۍ ثابتوی .
دبحرين دبشری حقوقو دمركز غړی ټينګار وكړ دبشری حقوقو لپاره دډاكټرانو موسسې راپور دمظاهره چيانو پرضد دسعودی عربستان او دبحرين دپوځيانو دجنايتونو له نورو سندونو سره يوځاې كیږی چې دهیګ په نړيوالې محكمې كښې به وړاندې شی .
دبشری حقوقو لپاره دډاكټرانو موسسې څو ورځې مخكې په يوه راپور كښې دبحرين او سعودی عربستان دپوځيانو په لاس دبحرين دروغتونونو پوځی نيواك او دژوبلو كسانو په معالجې كښې خنډونه رامينځته كول غندلی وو.
دفرورۍ دمياشتې په ۱۴ نیټه په بحرين كښې دولسی اعتراضونوله پيليدا راهسې دبحرين پوځيانو دسعودی عربستان دپوځيانو په ملاتړ سره دخلكو په وژلو، دجوماتونو او سپیڅلی ځايونو په ړنګولو او قران مجيد په سوزولو سربيره ددغه هيواد دډاكټرانو ، نرسانو ، علماو او محصيلينو په شمول ګڼ شمير بې ګناه خلك نيولی او ډير كسان یې له خپلو كارونو هم ايستلی دی .
795539
captcha