IQNA

ايت الله خامنه ای: د ميرمنو په اړه د لويدیځ په غلطو اصولو بايد په ډاګه نيوكی وشی

17:49 - May 22, 2011
د خبر لمبر: 2126500
سياسی او ټولنيزه ډله: د رهبرۍ ستر مقام ايت الله خامنه ای وفرمايل د ميرمنو په اړه د لويدیځ په غلطو اصولو بايد په ډاګه نيوكی وشی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس ، چې له تهران ریډيو یې نقلوی چې د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن د حضرت فاطمه الزهرا (س)د نيكمرغه زوكړې په درشل كښې د پوهنتون او حوزی د سلګونو ښځينه استاذانو او پوهانو په ټول كښې د اسلام له نظره د ميرمنو د لوړ مقام يادونه وكړه او ویې فرمايل ايران بايد په ډاګه د ميرمنو په اړه د لويدیځ په مفكورو جدی نيوكی وكړی او د ښځو د حقيقی مقام او عزت په دفاع كښې په خپلو مسئوليتونو عمل وكړی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود په لويدیځو ټولنو كښې د ښځو ستونزو ته اشاره او زياته یې كړه په اسلامی نظام كښې د ميرمنو د حقيقی مقام د احيا لپاره ‌‌ډير كارونه شوی دی خو لا اوس هم په كورنيو كښې له ښځو سره د چلند په شمول د هغوئ په وړاندی زياتی ستونزی موجودی دی چې بايد په قانونی او اجرايی ملاتړونو سره آواری شی .
حضرت ايت الله العظمی خامنه ای د ښځو په اړه د لويدیځ د ظالمو ليدتوګو او ستر موضوع ته اشاره وكړه او زياته یې كړه لويدیځوال ادعا كوی چی ستر يا حجاب يوه دينی موضوع ده او په سيكولر ټولنو كښې بايد ونه ليدل شی ، خو له حجاب يا ستر سره د لويدیځ د مخالفت اصلی علت دا دی چې د ښځو په هكله د لويدیځ دغه ستراتيژيك او بنسټيز سياست له چيلنج سره مخ كوی چې ميرمنې لوبتكی ګرځوی او ناوړه كارونو ته یې وركاږی او د هغوئ د حقيقی حقوقو د تحقق مخه نيسی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود زياته كړه د ايران اسلامی جمهوری نظام توانيدلی دی د ټولنې په ‌ډيرو حساسو او نازكو مسئلو كښې د نظر او فكر لرونكو او پوهو ميرمنو د روزن په څير لوړې څوكی ته ورسیږی .
796406
captcha