د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ښاغلی ډاكټر محمود احمدی نژاد وويل د سيمی د حكومتونو پيلتياد نا آراميو مور ده چې د خپل ملت له ګټو څخه د لويدیځو هيوادونو، امريكا او صهيونست رژيم ګټی غوره بولی.
هغه د امريكا د ولسمشر باراك اوباما وروستيو څرګندونو ته اشاره وكړه او ویې ويل امريكايان اوس ښه پوهه شوی دی خلك ویښ شوی او د امريكا په هغو غلطو سياستونو اعتراض كوی چې په تيرو كلونو كښې یې اجراء كړی دی.
ښاغلی احمدی نژاد زياته كړه هغه مهمه مسئله چې نن سبا یې امريكا اندیښمنه كړی ده په سيمه كښې د صهيونست رژيم ګټی دی او په هره بيه غواړی دغه ګټی وساتی نو ځكه خو د سازباز خبری كوی.
هغه د فلسطين د فتح او حماس غورځنګونو د موافقې په اړه وويل دغی موضوع په سيمه كښې زياتی اغيزی كړی .
دايران ولمسمشر وويل ايران د درستو فلسطينيو ډلو وحدت غواړی ځكه د فلسطينيو ډلو او اسلامی هيوادونو تر مينځ درز يوازې د اسلام د دښمنانو ګټی تامينوی.
796708