IQNA

په سوډان كې د فاطمه الزهراء د ميلاد جشن تر سره كیږی

16:54 - May 24, 2011
د خبر لمبر: 2127651
د كلتور او هنر ډله: نن د روانی ميلادی مياشتی مئی په څلورويشتمه نیټه د سه شنبه په ورځ په سوډان كې د ښځو د اتحادیې په ستر هال كې په سوډان كې د فاطمه الزهراء د ميلاد جشن تر سره كیږی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اسلامی كلتور او اړيكو سازمان یې نقلوی چې په سوډان كې د ايران د كلتوری مركز لخوا په د سترو شخصيتونو په ګډون سره دا جشن تر سره كیږی.
په دې مراسمو كې د انعامونو وركولو نه سوا څو ښځو ته هم انعامونه او ترې درناوې كیږی او همدارنګ له پنځوسو زياتو يتيمو جينكو ته او ښځو ته چې نومونه یې د فاطـمه بی بی په نوم وی انعامونه وركولی شی.
د ويلو ده چې په دې مراسمو كې د اسلامی كلتور او اړيكو سازمان د ښځو چاورو مشره ميرمن صديقه حجازی او دسوډان د ښځو د اتحادیې او تظيمونو څو ښځې هم د دينی معارفو او تربيتی تعليماتو په هكله ويناوې كوی.
796967
captcha