IQNA

ايت الله خامنه ای: كه د ايران ملت د نړيوال استكبار د ګواښونو په وړاندې شاتګ كړی وای نو ملتونه به ناهيلې شوی وو

20:32 - May 24, 2011
د خبر لمبر: 2127913
سياسی او ټولينزه ډله: د اسلامی انقلاب ستر لارښود ټينګار وكړ كه د ايران ملت د نړيوال استكبار د ګواښونو په وړاندې شاتګ كړی وای او له خپلو شعارونو تير شوی وای ، نو د ملتونو په زړونو كښې به د هيلو ګلان مړاوی شوی وای .
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د تهران ریډيو یې نقلوی د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای نن د حضرت فاطمه الزهرا (س) د نيكمرغه زوكړې په كليزه كښې د اهل بيت د عصمت او طهارت (ع) د ذاكرانو او شاعرانو په ټول كښې وفرمايل مقاومت ، ثبات ، دوام ، د ايران د اسلامی انقلاب اصولو او ارزښتونو ته پايبندی د نړيوالو څارونكو او مسلمانوملتونو په زړونو كښې د هيلو غوټۍ غوړولی دی .
د رهبرۍ ستر مقام زياته كړه د ايران د اسلامی انقلاب ستر اسلامی خصوصيت دا ؤ چې په الهی لورينه دغه پسرلی تراوسه خزان نه دی درلودلی .
هغوئ د اسلامی انقلاب د بريالی توب له ۳۲ كلونو وروسته په بيلا بيلو چلندونو ، دښمنيو او مزاحمتونو سره سختو لارو ته اشاره وكړه او ټينګار یې وكړ د حضرت امام خمينی (رح) په روښانه بيان په بركت سره د نيغ په نيغه لارې ساتل او په دغه لاره كښې د انحراف نشتوالی او د شعارونو او د انقلاب د هدفونو ساتل د ايران د اسلامی انقلاب مهمې ځانګړنې دی .
حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای په ډاګه كړه په هيله منو حركتونو او پياوړو ګامونو سره په نړۍ كښې يو قدرت هم د ايران د اسلامی انقلاب لاره نه شی بندولای .
د رهبرۍ ستر مقام همدغه راز د حضرت امام خمينی (ع) د زوكړې له كليزې سره د حضرت بې بې فاطمه الزهرا (س) د نيكمرغه زوكړې د كليزې يووالی يوه خوږه ښكارنده وبلله او زياته یې كړه حضرت امام خمينی (ع) په حقيقی ‌ ډول په ايمان ، اخلاص ، عبادت ، غيرت او د خدای په لاره كښې مقاومت سره ځلانده حقيقت دی
797890
captcha