IQNA

لاريجانی: اروپايی اتحاديه بايد په پټو سترګو د امريكې د سياستونو پيروی ختمه كړی

20:37 - May 24, 2011
د خبر لمبر: 2127916
سياسی ډله: د ايران د اسلامی پارلمان مشر ښاغلی علی لاريجانی اروپايی اتحادیې ته سپارښتنه وكړه چې په پټو سترګو د امريكا د سياستونو د پيروۍ پرځاې د خپلو خلكو ګټو ته پام وكړی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی پارلمان مشر ښاغلی علی لاريجانی نن د ايران او خارجی خبريالانو په ټول كښې د سوریې او ايران پرضد د اروپايی اتحادیې د بايكاټونو د اماليدا په باره كښې له اروپايی حكومتونو وغوښتل چې ډير د خپلو خلكو د ګټو په فكر كښې ووسی او د امريكا په شمول د نورو هيوادونو په پټو سترګو پيروۍ پریږدی.
هغه زياته كړه دخبرواترو دبيا پيولو لپاره له ايران څخه داروپايی اتحادیې له غوښتنې سره په يووخت اروپايی اتحادیې او لويدیځو هيوادونو بايكاټ دهغه تضاد نښه ده چې دلويدیځو هيوادونو او اروپايی اتحادیې دادغا ترمينځ دهغوې په كړچار كښې موجود دی .
ښاغلی علی لاريجانی دغه راز د ايران د سوله ايرو اټومی فعاليتونو په باره كښې د امريكا د ولسمشر باراك اوباما وينا پلان شويو پروپاګنډو ته لمن وهل وبلل چې امريكا او صهيونيسټ رژيم یې له ايران څخه د هيوادونو د ويرولو په نوم تعقيبوی.
هغه وويل د مينځنی ختیځ په باره كښې د امريكا د نويو سياستونو او له صهيونيسټ رژيم څخه د يو اړخيزه ملاتړ له اعلانه وروسته باراك اوباما په وينا كښې چې هڅه یې كوله ځان دخلكو دغوښتنو ملاتړی وښيی دسيمې دمسايلو په تيره بيا دفلسطين دستونزې په باره كښې دامريكا د ظاهرې څرګندونو دنه برياليتوب كتونكی يوو.
797541
captcha