IQNA

د قرآن د سپكاوی كونكی هالينډی سياست وال محاكمه همهغه شان دوم لری.

17:04 - May 25, 2011
د خبر لمبر: 2128584
بين المللی ډله: د هالينډ د پلازمينې آمسټرډم ښار محكمې د غبرګومی په دويمه نیټه د هالينډد پارليمان د ښی اړخ د استازی او د (فتنه) نومې قرآنی ضد او سپكاوی كونكی فلم د ډائريكټر ګرټ وايلډرز د محاكمې د جاری ساتلو فيصله وكړه.
د الوفد د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس د رپورټ له مخې د آمسټرډم محكمې په يو حكم كښې چې پرون صادر شو، د مسلمانانو پر خلاف تبعيض آميزو او نژاد پالو اقداماتو ته د هڅولو او د اسلام د سپكاوی په تور د ګرټ وايلډر د محاكمې د دوام پر ضرورت باندې ټينګار وكړ.

د آمسټرډم محكمې قاضی «ژان موريس» په دغه حكم كښې د محاكمې د ناعادلانه والی په هكله د محكمې پر خلاف د وايلډر د وكيل «برام ميكسوويچ»(Bram Moszkowicz) د څرګندولو په ردولو سره اعلان وكړ: د څارنوالۍ اقدامات او محاكمه په صحيح توګه غوره شوی دی او د محاكمې د ناعادلانه والی په باب كوم شك او شبه وجود نه لری او د وائلډر محاكمه په هغه باندې د لګيدليو تورونو په خاطر په كار دی دوام ولری.
797601
captcha