IQNA

22:10 - May 25, 2011
د خبر لمبر: 2128627

جليلی: ايران په اتومی موضوع كښې عادلانه خبرو اترو ته تيار دی

سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت د ملی امنيت شورا مشر ښاغلی جليلی وويل اسلامی ايران تل د متقابل درناوی پر اساس په اتومی موضوع كښې د عادلانه او منصفانه خبرو اترو لپاره چمتووالی اعلان كړی دی.

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت د ملی امنيت شورا مشر ښاغلی سعيد جليلی وويل ايران د ان پی ټی تړون له مخې د خپلو اتومی حقوقو كارولو ته هوډمن دی او تهران د ان پی ټی تړون او د ډلوژونكو وسلو په اړه نورو ژمنو ته پايبنده ده.
هغه د تهران له سوله ايزو اتومی فعاليتونو د نم ډلی د غړو ملاتړ وستايه اوویې ويل دغه ملاتړ له اتومی انرژۍ داستفادې لپاره د نم ډلی د درستو غړيوهيوادونو ګټی تامينوی .
د ايران د اسلامی جمهوريت د ملی امنيت شورا مشر وويل د صهيونست رژيم لخوا د ان پی ټی تړون نه لاسليكول ددې لامل شوی دی له اتومی وسلو د يوی پاكی سيمی د جوړولو په اړه د ايران وړانديز اجرا نه شی .
ښاغلی جليلی زياته كړه په تيرو شپږو لسيزو كښې فلسطينيان له خپلو لومړنيو حقوقو تل بې برخی دی او تر سختو دباوونو لاندی دی چې د ملګرو ملتواو نورو نړيوالو ارګانونو بې پرواييو صهيونست رژيم د خپلو جنايتونو دوام ته لا سپين سترګی كړی دی .
797906
captcha