د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای نن د امام حسين (ع) د حربی پوهنتون د محصلينو د فراغت په دستورو كښې وفرمايل په مينځنی ختیځ كې د سترې شيطانې امريكا دسياستونوماتې او د سيمې د راپاڅيدلو ملتونو تر مينځ د اسلامی شعارونو هيله منونكې بياغوړيدا د ايران له ملت سره د سترې الهی ژمنې د يوی برخی تحقق دی چې په دی لاره كښې به ثبات او مقاومت بشپړ الهی نصرت له ځان سره ولری .
د رهبرۍ ستر مقام زياته كړه سترې شيطانې امريكا د اسلامی انقلاب له بريالی توب وروسته د ايران ملت او اسلامی انقلاب ته دماتې لپاره خپله سياسی ، پوځی ، مالی او تبليغاتی امپراطورې په خپل درست توان سره ډګر ته راوړه ، خود سيمې او ايران په سياسی ډګر كښې حقيقتونه ددې ښودنه كوی چې امريكا د اسلامی انقلاب په وړاندې په ګونډو شوی ده .
دحضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای وفرمايل نن سبا د سلطې د نظام بې ځنډه هڅو ماتی خوړلی ده او اسلام او قرآن د سيمې د ملتونو او ځوانانو تر مينځ دود شوی دی او دغه حقيقت د هغه بيرغ رپيدل دی چې د ايران ملت په ۱۹۷۹ ميلادی كال كې په دغه ټاټوبې كښې ورپاوه .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود همدغه راز د فلسطين په مسئله كښې د امريكا ماتې د دغه سترې شيطانی د كمزورتيا نښه وبلله او زياته یې كړه فلسطينی ځوانانو د سيمې په بيلا بيلو هيوادونوكې له شپيتو كلونو وروسته د نكبت په ورځ د نيواكې سيمو پولی ماتی كړی او دغه خوږ حقيقت د مسلمانانو او اسلام د پريكنده بريا په باب د الله تعالی د ژمنی تحقق دی .
801875