IQNA

د امام خمينی(ره) د رحلت د كليزې پروګرام په فرانس كښې ترسره كیږی

23:17 - June 01, 2011
د خبر لمبر: 2132562
نړيواله ډله: د اسلامی جمهوری ايران د بنسټګر امام خمينی(ره) د رحلت د دوه ويشتمې كليزې په مناسبت د فرانس په پيرس ښار كښې د غبرګولی د مياشتې په دولسمه نیټه يو پروګرام ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش چې له «fr-beytolzahra-paris»اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا پروګرام د اسلامی جمهوری ايران د بنسټګر امام خمينی(ره) د رحلت د دوه ويشتمې كليزې په مناسبت، په پيرس كښې د اوسيدونكيو ايرانيانو په ګډون سره اود پيرس د ښاريانو په ګډون سره په پيرس كښې د «بيت‌الزهراء» انجمن د سمينارونو په هال كښې ترسره كیږی.
په دې پروګرام كښې به ځينې عالمان د حضرت امام خمينی(ره) د ژوند او د هغوی د شخصيت او په اسلامی ویښتيا كښې د هغوی د رول په هكله خبری كوی.
802117
captcha