د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب حجت الاسلام والمسلمين كاظم صديقی د ايران د اسلامی جمهوريت د بنسټګر حضرت امام خمينی ره د رحلت دوه ويشتمې كليزې رارسيدا ته په اشارې سره وويل امام خمينی ره د قدرت او عظمت ورایښت وو او هغه بيرغ چې ویې راپاوه د هغه په وفات كيدا سره هیڅ كله په ځمكه نه غورځیږی.
د تهران د جمعې لمانځه امام كاظم صديقی په دې خبرې سره چې امام خمينی ره د وحدت منادی وو او د ملتونو په اقتدار یې باور درلود وويل هغه حضرت له اسلام سره په مبارزې او تحريف كښې د ختیځ او لويدیځ سحر باطل كړ او ویې ښودله چې اسلام د كمال لور ته د بشر د هدايت سرچينه ده.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب كاظم صديقی وويل د ايران د اسلامی جمهوريت بنسټګر داسې مجاهد وو چې له ختیځ او لويدیځ نه ويريده او نه ختیځ او نه لويدیځ شعار یې وركړ او مړه دې امريكا شعار یې هم دود كړ.
صديقی زياته كړه حضرت امام خمينی ره د دنيا خلكو ته ثابته كړه چې اسلام د ژغورنې په لور د بشری ټولنې د هدايت دين او دغه موضوع یې په تجربې كښې وښودله او هغه یې په سياسی ډګر بدله كړه.
803199