IQNA

د ال خليفه مزدورانو پوځيانو د بحرين په مظاهره چيانو ډزو سره ډير كسان ژوبل كړل

18:50 - June 03, 2011
د خبر لمبر: 2133010
نړيواله ډله: د بحرين عسكرو د سعودی عربستان او اردن د پوځيانو په ملګرتيا سره په لسګونو مظاهره چيان ژوبل كړل.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د سعودی عربستان او اردن پوځيانو پرون د بحرين په سوله ايزو مظاهره چيانو چې له سختو امنيتی تدبيرونو سره سره دهيواد په ټولو سيمو كښې یې مظاهرې كولې ډزو او اوښلن ګازونو شيندلو سره په لسګونو كسان ژوبل كړل .
د بحرين سوله ايزو مظاهره چيانو د حكومت د نسكوريدا په شعارونو سره د هيواد د سياسی نظام د اصلاح او د نيول شويو كسانو د خوشی كيدا غوښتنه وكړه.
دغه راز د بحری د بشری حقوقو فعال نبيل رجب وويل د دغه هيواد په بيلابيلو سيمو هيلی كوپټرونو الوتونه وكړل چې د بحرين د پوځی عسكرو په مرستې سره د مظاهرو د ترسره كيدا مخه ونيسی.
دا په داسې حال كښې دی چې د فرورۍ د مياشتې د څوارلسمې نیټې د ځوانانو د ائتلاف له غوښتنې وروسته د بحرين خلك ټاكل شوی نن د جمعې له لمانځه وروسته په ټولو سيمو كښې سترې مظاهرې وكړی.
په بحرين كښې دحكومت پرضد پاڅون دروان ميلادی كال دفرورۍ دمياشتې په ۱۴ نیټه پيل شوی او دبحرين عسكرو دسعودی عربستان ، متحده عربی اماراتو او اردن دپوځيانو په مرستو سره دخلكو پرضد ډير جنايتونه كړی او حتی دلسګونو جوماتونو په ړنګولو سره یې قران مجيدونه هم سوزولی .
په بحرين او يمن كښې امريكا، انګلستان، سعودی عربستان او ځينې نور اروپايی او عربی هيوادونه د خلكو په وژلو كښې د ديكتاتورو رژيمونو ملاتړ كوی خو په ليبيا كښې بيا د واكمن قذافی پرضد د وسله والو انقلابيانو ملاتړ كوی چې دا د دغو هيوادونو دوه ګوڼه چلند او غلط سياست دی.
802276
captcha