د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، هغوی د غبرګولی ۱۴ د حضرت امام د خوږو خاطرو د تجديد لپاره يو فرصت وباله ،و د رجب له مباركې مياشتې له پيل سره ددې نیټې يوځای والی ته یې په اشارې سره وويل، د حضرت ا مام د رحلت كليزه، د امام درحلت كليزه ، دسيمې د ملتونو له اسلامی ویښتيا سره يوځای شوې او د پروردګار فضل، د هغه الهی شخصيت د اټكلونو سموالی ثابت كړ.
هغوی د امام مكتب د ايران د ملت ارزښمنه ذخيره وبلله او زياته یې كړه، ايران په همدغې ذخيرې په تكیې سره وكړای شوه چې په تيرو ۳۲ كلونو كې په برياليتوب سره پر مخ لاړشی، او په راتلونكی كې به هم همداسې وی.
هغوی زياته كړه ، د ايران دملت ژوره اراده په همدغو ښكلو عواطفو كې نه خلاصه كیږی، بكله ددې برخليك جوړونكې ارادې مفهوم ،د عمومی خوځښت د روښانې كرښې په توګه د امام مكتب ته پابندی ده.
هغوی د امام مكتب د خلكو او مسولينو نظری او عملی لارښود وباله او زياته یې كړه.
د رهبرۍ ستر مقام حضرت سيد علی خامنه ای، د اسلامی انقلاب د بنسټګر حضرت امام خمينی په كليزې كې وفرمايل،اوس د د خدای د روح مبارك حرم،د امام مكتب او لارې ته د ايرانيانو د ژورې وفادارۍ د ورایښت ډګر دی.
د حضرت امام مكتب يوه بشپړه ټولګه او د بيلابيلو اړخونو لرونكی دی، چې بايد سره سم او موازی د پام وړ وګرځی څو د حضرت امام په لارې كې انحراف رامنځته نشی.
د رهبرۍ ستر مقام ، دينی ولسواكی د هيواد د سياسی نظام داصلی زمينه په توګه ، د امام د عقلانيت روښانه بيلګه وبلله، او زياته یې كړه، د ملت په رايو تكيه، او د ملت شتون او ټاكنې بنسټيز كول، هغه هم په داسې هيواد كې په پیړيو پیړيو د استبداد او ديكتاتورانو تر واك لاندې و، ښيی چې د هيواد په ادارې كې عقلانيت ، د امام د نيكمرغه او حيات بخښونكی مكتب اساسی اړخونه دی.
هغوی د دښمنانو په مقابل كې مقاومت او د هغوی پيژندنه، د حضرت امام د د هوښيارۍ او پوهې بل ورایښت وباله او زياته یې كړه، د هغو كسانو په اپوټه چې په ځينو وختونو كې د دښمنانو په مقابل كې نرمی دعقل اړتيا بولی، امام په خپلې پخه پوهې په تكیې سره، ددښمنانو په مقابل كې شاتګ او نرمی، هغوی ته دزيات فرصت وركول بلل او له همدې كبله، په خپل ټول با بركته ژوند كې ، د دښمنانو په مقابل كې د غر په شان ولاړ وو.
هغوی همداراز د ايران د ملت په ذهنونو كې د حقارت او ناتوانۍ د احساس القا لپاره د قاجار او پهلوی په وخت كې د مستكبرانو او دهغوی د داخلی مستكبرانو هڅو ته په اشارې سره زياته كړ ه، امام داسې ملت ته په نفس داعتماد روح او په ځان تكيه ور وبخښله او د مونږ كولی شو شعار یې هم دهغوی په وجود كې بنسټيز كړ.
هغوی په بيلابيلو زمينو كې د ايرانی ځوانانو پرمختګ ، په ملت كې د توانمندۍ د احيا لپاره د حضرت امام د هوښيارو هڅو نتيجه وبلله.
هغوی د اساسی قانون برابرول هم د حضرت امام د عقلانيت او روڼ آندی بله بلګه وبلله، او زياته یې كړه، امام له دقيقو محاسبو سره، هم د اساسی قانون د برابرونكو ټاكل او هم برابر شوی اساسی قانون د خلكو رايو ته وړاندې كړ.
هغوی د امام په مكتب كې خلك د هيواد مالكين وبلل او څرګنده یې كړ ه، امام په خپل لارپرانيستونكی عقلانيت په تكیې سره ، خلكو ته تفهيم كړ چې هغوی د هيواد مالكين دی، نه ديكتاتوران او د شاهی رژيم مستكبرين.
هغوی د خپلو خبرو ددې برخې په نتيجه اخستلو يا جمعبندۍ كې وويل، امام بزرګوار په داسې هوښيارو اقداماتو سره د هيواد سياسی ، ټولنيز او حقوقی اړخونه داسې برابر كړل چې په دې اډانۍ ،ډير ستر اسلامی تمدن رامنځته كړو.
حضرت آ يت ا... العظمی خامنه ای ، اخلاص د امام د معنويت يوه روښانه ځانګړنه وبلله او څرګنده یې كړه، امام د مبارزې له پيله په دندې د عمل د احساس په اساس،پرې عمل وكړ، او مسولينو ته یې هم د په دندې د عمل سپارښتنه و كړه.
درهبرۍ ستر مقام د اخلاقو رعايت هم د امام د مكتب روښانه بيلګه وبلله او ټينګار یې و كړ، له ګناه ، تهمت ، غيبت ، بدګمانۍ ، بدزړی توب، او غرور په څير له بدو مسلو لرې والی، د داسې معنويت ورایښت وباله چې امام پرې پابنده و، او خلكو او مسولينو ته یې هم ددې لپاره بلنه وركوله.
هغوی زياته كړ ه، امام تل مسولينو ته ويل چې ځانونه له خلكو وچت او له عيبه خالی مه بولی او د نيوكو او د خپلو تيروتنو د اوريدو لپاره چمتو اوسئ.
هغوی په دوام كې وويل، ټولو مسولينو ته د ا مام ستر درس دادی چې ځانونه له تيروتنو او خطا څخه خوندی كړی.
حضرت آيت ا... خا منه ای د امام د مكتب د بل ا ړخ په توګه د عدالت په بيانولو كې ، محرومينو ته د امام ځانګړی پام ته اشاره وكړه او وې ويل، امام تل كمزورو ته پام ، مهم باله او پرې یې ټينګار كاوه، او د لوڅو پښو او د ماڼۍ ميشتو د تعبيرونو په تكرار سره یې، مسولين له اشراف پالنې ډډه كولو او له محرومو سره مرست ته بلل چې دغه ستر درسونه هیڅكله بايد هر نشی.
داسلامی انقلاب ستر مشر ، شخصی سوكالۍ ا و د شتمنۍ ټولولو ته د مسولينو هڅې ، ستر آفت وباله او څرګنده یې كړه، امام له دې آفت او مصيبته، بيخی لرې و، او غوښتل یې چې مسولين دهيواد له ټولو خلكو سره انس او ارتباط ولری.
هغوی د خلكو له متنه د مسولينو ټاكلو ته د امام ټينګار ته په اشارې سره وويل، امام په شخصيتونو او كورنی اړوندوالی ، د مسوليتونو ملاك نه باله، او د قاجار په وخت یې په قدرت او شتمنی د زرو كورنيو سلطه ، ستر خطر باله.
هغوی د امام په مكتب پابندی ، دملی عزت او شرافت سبب بلله او زياته یې كړه، كه كوم كس يا بهير وغواړی چې د عقل پالنې په نامه له ارزښتونو لرې شی، او د دښمن له نقشو په غفلت سره په مقابل كې یې سست شی، دغه عمل انحراف او خيانت دی.
هغوی د عدالت غوښتنې او انقلابی پالنې تر پوښښ لاندې د امام له اخلاقی او معنوی اړه ته بې پامی ، د هغوی له مكتبه بل ا نحراف وباله،او څرګنده یې كړه،كه څوك ،هغه ورونه چې د نظام په اصل او اسلام باوری دی خو له فكری نظره له مونږ سره مخالف دی ، سپك شی، او وكړول شی، د امام له كرښې منحرف شوی دی.
هغوی په همدې زمينې كې څرګنده كړه، كه د انقلاب پالنې په نامه د خلكو له يوې برخې امنيت سلب كړو يا واخلو، دغه چاره هم د ګران امام له كرښې انحراف دی.
هغوی په ټولنې كې بيلابيلو عقيدو او نظرونو شتون ته په اشارې سره زياته كړه، كه په خوځښت مجرمانه عنوان منطبق يا برابر شی، مسولې ادارې موظف دی چې تعقيب كړی خو كه څوك د نسكورولو او د دښمن د اوامرو په اجرا پسې نه دی، خو زمونږ له سياسی تفكر سره مخالف دی، بايد له هغوی عدالت او امنيت سلب نشی، او هغه بايد تر پښو لاندې نكړو، ځكه چې د قرآن شريف په فرمايلو سره ، له يوه قوم سره مخالفت ، بايد د بې تقوايی او بې عدالتۍ سبب نشی، او ټول بايد په دې زمينې كې هوښيار او متوجه اوسی.
803640