IQNA

احمدی نژاد: آمريكا غواړی د پاكستان په اتومی تاسيساتو كې ورانكارۍ وكړی

18:21 - June 08, 2011
د خبر لمبر: 2135128
سياسی ډله: د اسلامی ايران ولسمشر د سيمې د ملتونو له حقوقو ملاتړ د صهيونست رژيم د ژغورنې لپاره يو پوښښ وباله .
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن په تهران كې دسيمې د بدلونونو په اړه په يوه خبری غونډه كې وويل د امريكا حكومت اوس د ملتونو د له حقوقو د ملاتړ په ادعا سره په سيمه كې د خپلی سلطې د او صهيونست رژيم د ژغورلو لپاره هڅه كوی.
ډاكټر محمود احمدی نژاد د اسلام آباد په اړه د واشنګټن د سياستونو په هكله هم وويل كره خبرونه لرو چې امريكا په پاكستان د سلطې او ددغه هيواد د حكومت او ملت د كمزورې كولو لپاره هڅې كوی او غواړی د پاكستان په اتومی تاسيساتو كې ورانكارۍ وكړی .
احمدی نژاد ټينګار وكړ امريكايان په دی كارسره غواړی د نړيوالو ارګانونو او ملګرو ملتو د آمنيت شورا له اړمونو په استفادې سره په سيمه كې د خپل پراخ شتون او په پاكستان كې د ملی واكمنۍ د كمزورتيا لپاره زمينی برابری كړی .
د اسلامی ايران ولسمشر وويل امريكا د ۲۰۰۱ ميلادی كال د سپتامبر د ۱۱ له پیښې وروسته له ترهه ګرۍ سره د مبارزې پعه پلمه د خپلو ګټو د تامينولو اوله صهيونست رژيم څخه د ملاتړ لپاره سيمه ته راننوتله خو نن سبا یې دولسی حركتونو او د ملتونو په وړاندې د ماتو په ليدلو سره خپل سياست بدل كړی دی خو هدف یې نه دی بدل شوی .
هغه اټكل وكړ د مينځنی ختیځ او د افريقا د شمال بدلونونونه به په اروپا او د آسيا په نورو هيوادونو كې هم تكرار شی .
804844
captcha