IQNA

امريكا د بحرين د خلكو په ځپنې كښې د ال خليفه رژيم ملاتړ كوی

16:24 - June 10, 2011
د خبر لمبر: 2135583
نړيواله ډله: د بحرين د بشری حقوقو دمركز مشر وويل له ال خليفه رژيمه د امريكې د ولسمشر وروستی ملاتړونه او وينا په بحرين كښې د انقلابيانو د ځپنې د سختيدا سبب شوی ده.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د بحرين د بشری حقوقو د مركز مشر نبيل رجب وويل دا ډيره د خواشينۍ خبره ده چې په نورو هيوادونو كښې د ځينو لويدیځو هيوادونو ګټې په دغو هيوادونو كښې د بشر او انسانانو په حقوقو لومړيتوب لری او دغه موضوع په بحرين كښې ليدل كیږی.
د بحرين دغه فعال زياته كړه امريكا او لويدیځ هيوادونه دخپلو سياسی او اقتصادی ګټو په خاطر چې په بحرين كښې یې لری په دغه هيواد كښې دبشری حقوقو په خلاف ورزۍ سترګې پټې كړی يا داچې په سطحی توګه یې دال خيلفه رژيم په ځپونكو اقداماتو نيوكه وكړه او دبحرين په باره كښې دامريكا دولسمشر باراك اوباما او خارجه و زيرې هيلاری كلينټن څرګندونې په همدې چوكاټ كښې دی .
د بحرين د بشری حقوقو دمركز مشر وويل دال خليفه رژيم په ملاتړ كښې دسپينې ماڼۍ دمقاماتو له دریځ نيونو وروسته په امريكا كښې ډيرې موسسې او ډلې دبحرين رژيم په هكله دامريكا په سياستونو اعتراض لری په دې ډول چې دغو ډلو له سپينې ماڼۍ وغوښتل دسيمې دانقلابونو په هكله يو شان دریځونه غوره كړی او دوه ګوڼه معيارونه دې نلری .
دامريكا ولسمشر څو ورځې مخكې دبحرين له ولی عهد شاهزاده سلمان بن حمد ال خليفه سره په كتنې كښې له بحرين رژيمه په ملاتړ كښې دامريكا په سختۍ پاې بندۍ ټينګار وكړ .
دامريكا خارجه وزيرې ه م دبحرين له ولی عهد سره په كتنې كښې ټينګار كړی وو بحرين دامريكا لپاره ډير اهميت لرونكی شريك دی .
همدارنګ د بحرين ملی وفاق ټولنې په حكومتی ضد مظاهرو كښې د ګډون په تور په پوځی محكمو كښې د كابو څلور سوه ښاريزو د محاكمه كيدا خبر وركړ.
العالم ټيلی ويژن راپور وركړ د بحرين د ملی وفاق ګوند ټينګار وكړ كابو څلور سوه كسان محكمې ته احضار كړی شوی خو په مشكل سره د دغو كسانو دقيق شمير اعلانولای شو ځكه چې د بحرين رژيم هره ورځ ګڼ شمير كسان قضايی محكمو ته وربولی.
د بحرين د خلكو د پاڅون له پيل راهسې د ال خليفه رژيم ځواكونو د عربستان او د فارس خليج د نورو هيوادونو د پوځيانو په ملګرتيا سره د خلكو وژله او ځپل پيل كړی دی چې تراوسه یې په سلګونو كسان وژلی ژوبل كړی او يا نيولی دی .
تراوسه د سلګونو كسانو برخليك چې امنيتی عسكرو تښتولی دی معلوم نه دی.
په بحرين كښې د سعودی عربستان، بحرين ، متحده عربی اماراتو او اردن پوځيان په لسګونو جوماتونه هم ړنګ كړی او هلته یې قران مجيدونه سوزولی.
805372
captcha