د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای بیګا د ايران د كلتوری انقلاب د لوړې شورا له مشر او غړو سره په كتنه كې د اسلامی انقلاب كلتوری دندو ته په اشارې سره ټينګار وكړ د استكباری جبهی له كلتوری يرغل سره د مقابلې لاره په اخلاقی ډګرونو ، وګړنيزو او ټولنيزو چلندونو، عقيدو، دينی باورونو او سياسی مسئلو كې د ايران د اسلامی انقلاب د دندو ژورتيا او پراختيا ده.
حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای وفرمايل د اسلامی نظام پر ضد د استكباری جبهی د پراخ او پيچلی كلتوری يرغل په ډګر كې د كلتوری انقلاب لوړه شورا د يوه اصلی مركز په توګه د ستراتيژيكو سياستونو د غوره كولو ، د اغيزمنو كلتوری مركزونو او ادارو او د هغو د اجرايی څانګو د لارښوونې دنده په غاړه لری .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای ډاګينه كړه په هغه ستر ارتباطی بدلون سره چې نن سبا په نړۍ كې شوی دی ، كلتوری جنګ په بيلا بيلو اړخونو سره په يوه پراخ او پيچلی ډګر بدل شوی دی .
ښاغلی حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای استكباری جبهه د كلتوری يرغل اصلی مشره وبلله او ټينګار یې وكړ د استكباری جبهی د كلتوری يرغل هدف د نړۍ درست هيوادونه دی، خو په دغه يرغل كې تر ټولو مهم هدف اسلامی جمهوری نظام دی، ځكه چې اسلامی نظام د سلطې د نظام په وړاندې ولاړ دی او دا یې ثابته كړی ده چې په دغه مقاومت كې ریښتونی دی او د مقابلې او پرمختګ وس هم لری.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای وفرمايل كه يو ملت په ظاهری بڼه پرمختللی او ښه وښودل شی خو له كلتوری او باطنی پلوه له ګډوډيو سره مخ وی نو ماتی خوړونكی ملت به وی ، خو هغه ملت چې له كلتوری پلوه بډايه وی نو حتی كه يو لړ سياسی او اقتصادی ستونزی هم ولری نو يو مقتدر او توانمن ملت دی.
808214