IQNA

ايت الله خامنه ای: شاعران بايد خپلو شعرونو كې اسلامی تعليماتو او توحيد ته پام وكړی

18:47 - June 15, 2011
د خبر لمبر: 2138963
سياسی او ټولنيزه ډله: د حضرت امام علی (ع) د نيكمرغه زوكړې د كليزې په درشل كې يو شمير مذهبی او كلاسيكو شاعرانو په مذهبی ، اخلاقی ، او د اسلامی ویښتيا په موضوعاتو سره خپل شعرونه د رهبرۍ د ستر مقام په وړاندې ولوستل .
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ايی نن په دغه كتنه كې د مذهبی اودمذهبی دستورو په مناسبت د شعرونو ظرفيتونو ته په اشارې سره وويل د شاعرانو لپاره د الله تعالی ددغه نعمت شكر د هغو آثارو په ويلو كې دی چې غوره او ارزښتمنه محتوا ولری او په حقيقت كې د الهی حقيقتونو او معرفت د بيان لپاره ښه چوكاټ او زيرمه شی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د اهل بيت (ع) ستايونكو او مداحانو ته سپارښتنه وكړه د ځوانانو او خلكو په ټول كې اخلاقی ، عرفانی او معرفتی شعرونه ووايی . هغوئ وفرمايل دغه لوړ مضامين زړونه روښانه كوی او په زړونوكې معنوی انقلاب پيدا كوی ، ددې په ترڅ كې چې ښكلی او ګټور شعرونه هم د مخاطب ذهن لوړوی .
حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای مناجات د مذهبی دستورو د شعرونو د ويلو لپاره يو بل ډګر وباله او ویې فرمايل د مذهبی دستورو شعرونه د مخاطبانو په ذهنونو كې پراخی اغيزې كوی او يو غوره شاعر په قرآن او نهج البلاغه كې د لوړو توحيدی او اسلامی معارفو په استفادې سره د مخاطب روح او ځان د معرفت له چينی خړوبه كړی .
د رهبرۍ ستر مقام دغو شاعرانو ته سپارښتنه وكړه په شعرونو ويلو كې په هنرمندانه بڼه د يوه حقيقت د بيانولو لپاره پياوړی مضمون ولری ، نوی تركيب او كلمی وكاروی ، د ادبياتو او ژبی اصول رعايت كړی او د سپیڅلی دفاع او جنګ په څير انقلابی مسلو ته ډير پام وكړ .
809377

captcha