IQNA

18:48 - June 15, 2011
د خبر لمبر: 2138983

د روژی په مباركې مياشتی كې د امام حسين عليه السلام زيارت د نړۍ مشهورو قاريانو كوربا كیږی

نړيواله ډله: د روژی په مباركې مياشتی سره د انس او مينې تر عنوان لاندې نړيوال پروګرام د حضرت امام حسين عليه السلام د زيارت مزار سره تړلی د قران پاك سنټر لخوا په اګست كې تر سره كیږی.

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز dar-alquran، یې نقلوی چې دا مراسم د اسلامی نړۍ د غوره او مشهورو قاريانو په ګډون سره د امام حسين عليه السلام د مبارك زيارت كې تر سره كیږی.
تيرې جمعې ورځې هم دې قرانی سنټر لخوا په امام حسين عليه السلام زيارت كې يو قرانی محفل او پروګرام تر سره شو چې پكې د مصر مشهور قاريانو «فرج‌الله شاذلی»، «عبدالفتاح الطاروطی»، «احمد احمد نعينع» او «محمد عبدالموجود خليفه» هم ګډون وكړ.
808834
captcha