IQNA

19:20 - June 16, 2011
د خبر لمبر: 2139180

د اسلامی هيوادونو د اطلاعاتو د وزيرانو د اجلاس د كوربه توب لپاره پاكستان چمتووالې څرګند كړ

نړيواله ډله: د پاكستان د اطلاعاتو وزير «فردوس عاشق عوان» پرون د غبرګولی د مياشتې په 24نیټه د عربستان د سفير سره په كتلو كښې خبر وركړ چې پاكستان هيواد د اسلامی هيوادونو د اطلاعتو د وزيرانو د اجلاس كوربه توب ته حاضر دی.

د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «APP» اطلاع رسونكی مركزی یې نقلوی، د پاكستان د اطلاعاتو وزير په دې ليدنه كښې ټينګار وكړ: اوسنۍ زمانه د رسندويو زمانه ده، نو دې ته په پام سره اسلامی هيوادونه بايد د خپلو اسلامی رسندويو د پرمختګ لپاره هغه په پرمختللو اوزارو سره برابر كړی.
فردوس عاشق په دې كتنه كښې وويل: پاكستان د دوو هيوادونو ترمينځ د رسندويو په ډګر كښې د متخصصانو تبادل ته ميل لری.
809214
captcha