IQNA

سلامی كانفرنس د سعوديانو تر كنټرول لاندې ده

18:03 - June 18, 2011
د خبر لمبر: 2140085
سياسی ډله: د ايران د اسلامی شورا مشر ښاغلی علی لاريجانی وويل سعوديا ن د اسلامی كانفرنس موسسې په كنټرولو لو سره د سيمې د بدلونونو د پرمختك خنډ دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښا غلی لاريجانی نن د سيمې د بدلونونو په وړاند ې د اسلامی كانفرنس په ځنډ په نيوكې سره وويل د اسلامی كانفرنس موسسه په جده كې مركز لری او تر ډيره حده د سعوديانو تر اغيز لاندې ده.
د ايران د اسلامی شورا مشر د دې خبرې په كولو سره چې د سيمې د بدلونونو په وړاندې د سعوديانو دریځونه جوت دی، زيا ته كړه ځينې هغه هيوادونه چې د اسلامی كانفر نس موسسې غړی دی، پخپله له داخلی بدلونونو سره مخامخ دی او د مرستې غوښتنه كوی او ځينې نور هم د سعوديانو او فا رس خليج د ملګرتيا شورا تر نفوذ لاندې دی.
810660
captcha