د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش چې له «IIDR» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، په دې ناسته كښې، چې د برطانيه د قران علمونو د اكیډمۍ او اسلام پراختيا او څیړنې مؤسسې په مرسته ترسره كیږی، «محمد عبدالحليم» او امام «احمد فاروق» د قران كريم د سورتونو تفسيرونه وړاندې كوی.
د سورت جمعه، منافقون و تغابن تفسير او معنې به په دې يوه ورځنۍ ناسته كښې څیړل كیږی.
د برطانيه د قرانی علمونو اكیډمۍ د زمری د مياشتې 23، 29 او 30 او د روژې د مياشتې 13، 14، 20 او 21 باندې يو وركشاپ ایښې دے چې عنوان یې "د قران كريم ژورو ته رسيدل" دی چې په لندن كښې به ترسره كیږی.
810295