د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت د قضايه قوی لومړی مرستيال علی رئيسی وويل هغه كار چې ناټو او امريكا یې په افغانستان كې كوی، د بشريت پر ضد جنايت دی او د ملګرو ملتو د شميرنو له مخې په افغانستان كې د نشه ايزو توكو توليد څلویښت سلنه زيات شوی دی.
د ايران د قضايه قوی لومړی مرستيال جوته كړه نن سبا ملګری ملتونه هغه هيوادونه چې له نشه ايزو توكو سره مبارزه كوی يوازې تشويقوی او د افغانستان په څير د نشه ايزو توكو په توليدونكو هيوادونو كې كوم نړيوال جدی اقدام نه كیږی.
811127