IQNA

19:40 - June 25, 2011
د خبر لمبر: 2144154
نړيواله ډله: ابوالعينين شعيشع يو پيژندلې شوې نامه چې د قران كريم د قاريانو او حافظانو تر مينځ د مصر د زرو د وخت په دې هيواد كښې پاتې وه، چې د چنګاښ د مياشتې په دويمه نیټه یې د 89كالو په عمر كښې یې له دې فانی دنيا سترګې پټې كړې چې د هغه په تلو سره د مصر د تلاوت د اسمان اخرنې ستورې هم پريوت.
ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش، استاد ابوالعينين شعيشع يو وزندار او متين قرائت درلود، د ټكو په ادا كولو كښې د هغه ځيرتيا، د بيان رسول او قوی تلفظ د هغه له بيلګو وو. هغه د اوسنۍ زمانې داسې يوازينې قاری و.
په ايران كښې د د هغه د راتلو اخرنی تصويرونه دلته كتلې شئ.
هغه د اوسنی وخت داسې يوازينې قاری و چې د استاد مرحوم «محمد رفعت» په طريقه به یې تلاوت كاوۀ، له همدې سببه ابو العنين شعيشع د اوسنۍ زمانې له لويو قاريانو حاسبيده او تل د قران مينه وال د هغه له تلاوته متأثر وو.
د هغه مرحوم ژوند ليك په دې برخه كښې كتلې شئ.
814161
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: