IQNA

ايت الله خامنه ای: په تيرو ۳۳ كلونوكې د ايران د ملت صبر د پرمختګ اصلی لامل دی

22:49 - June 27, 2011
د خبر لمبر: 2145362
سياسی ډله: د رهبرۍ ستر مقام د سختيو په وړاندې له بصيرت سره يو ځای صبر په تيرو ۳۳ كلونوكې د ايران د ملت د پرمختګ اصلی لامل وباله .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن د ايران د قضايه قوا له مشر او لوړ پوړو مسئولانو سره په كتنه كې دوه مهمو ركنونو اقتدار او عمومی باور ته د دغه قوی اړتيا ته په اشارې سره وويل د دری ګونو قواؤ په تيره بيا د قضايه قوا د لوړ پوړو مسئولانو د شميرنو ، راپورونو او فعاليتونو تر پوښتنې لاندې د راوستلو او شكونو د پيدا كولو لپاره هر ډول اقدام غلط كار، د عمومی اعتماد ضد او د هيواد د مصلحتونو خلاف دی .
د رهبرۍ ستر مقام د قضايه قوا د اړتيا وړ دوهم ركن په توګه د عمومی باور او اعتماد د جلبولو لازمه ، د عدالت تامينول وبلل او زياته یې كړه په قضايه قوا كې په يوه دايمې او پراخ بهير د عدالت بدليدل پرهيزګارۍ ، په غټو او وړو پیښو كې بې پلوه نظرونو ، او په قانون د حكيمانه او دقيق عمل ته اړتيا لری .
په دغه كتنه كې چې په ايران كې ديرش كاله وړاندې د جمهوری اسلامی ګوند په دفتر كې د ترهه ګرو عملياتو او د هغه وخت د قضايه قوی د مشر آيت الله بهشتی او ذ انقلاب د ۷۲ يارانو د شهادت په كليزه كې وشوه ، د اسلامی انقلاب ستر لارښود د هغوئ ياد او خاطرې تازه كړی او ویې فرمايل د چنګاښ د اوومی پیښه يو محنت ؤ ، خو د ايران ملت په هغه بصيرت او صبر سره چې د حضرت امام خمينی (رح) لخوا وركول كيده ، دغه محنت په نعمت بدل كړ او هر څه یې بيرته دښمن ته متوجه كړل .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د اشواكونو لپاره په قضايه قوا په ځينو دباوونو نيوكی وكړی او ویې فرمايل د اشواكونو لپاره كومه اړتيا نشته او هیڅ څوك د يو مسلمان د حيا او عزت د تويولو حق نلری .
816190
captcha