IQNA

22:50 - June 27, 2011
د خبر لمبر: 2145448
نړيواله ډله: د استاد «ابوالعينين شعيشع» له وفاته وروسته د مصر د قران كريم د حافظانو او قاريانو د اتحادیې لومړنۍ ناسته د شنبې په ورځ د چنګاښ د مياشتې په يوولسمه نیټه د دې هيواد په پلازمينه كښې ترسره كیږی.
ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له «اليوم السابع» ورځپاڼې یې نقلوی، دا ناسته د شيخ «محمد محمود طبلاوی» په مشرۍ كښې په دې غرض ترسره كیږی چې د استاد «ابوالعينين شعيشع» له وفاته وروسته د هغه ځای ناستې چې د دې اتحادیې مشر شی، څوك جوړ كړی.
شيخ محمد محمود طبلاوی په دې هكله وويل: د مصر د قران كريم د حافظانو او قارايانو د اتحادیې د ناستې غرض د راتلونكيو سياستونو او پروګرامونو ټاكل دی.
816058
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: