IQNA

په قزاقستان كښې د اسلامی هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو ناسته شورو شوه

18:31 - June 28, 2011
د خبر لمبر: 2146068
نړيواله ډله: د اسلامی هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو اتمنۍ ناسته نن د چنګاښ د مياشتې په اوومه نیټه د قزاقستان په پلازمينه «آستانه» ښار په استقلال ماڼۍ كښې شورو شوه.
ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له «kazinform» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا ناسته د «نورسلطان نظربايف» په وينا سره پيل شوه او اسلامی كانفرس د سازمان مشر «اكمل‌الدين احسان‌اوغلو» په وينا سره یې دوم بيا موند، په دوام كښې د تاجكستان د بهرنيو چارو وزير او د اسلامی هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو د تيرې دورې د اجلاس مشر «همراه‌خان ظريفی» او همدارنګ د افريقې او عربی هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو خبرې وكړی.
زمونږ د هيواد د بهرنيو چارو وزير «علی‌اكبر صالحی»، هم په دې ناسته كښې ګډون وكړ او د اسلامی مهمی مسلو په هكله یې خپله ليدتوګه وښودله چې ځينې مسلې یې دا دی: په مينځنۍ اسيا او شمالی افريقې كښې اسلامی ویښتيا، د اسلام نه د تښتيدو موضوع، د فلسطين مسله، د افغانستان او د عراق مسله او د نورو اسلامی هيوادونو مسلې.
816591
captcha