IQNA

طبلاوی په مؤقته توګه د مصر د قران د قاريانو د اتحادیې مشر شو

18:28 - June 29, 2011
د خبر لمبر: 2146726
نړيواله ډله: د مصر د قاريانو د اتحادیې غړی او نړيوال قاری شيخ «احمد نعينع»،دا اعلان وكړ: تر اوسه د استاد «ابوالعينين شعيشع» ځای ناستې نه دی ټاكلې شوې او د دې ادارې چارې په موقته توګه د اتحادیې مرستيال «محمد محمود طبلاوی» ته وركړې شوی دی.
ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې د مصر له «الاهرام» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، احمد احمد نعينع په دې هكله وويل: د قاهرې د سويليز عدالت مو په دې ټولټاكنې د نظارت غوښته كړې ده چې د قاريانو د عامې غونډې او مشر لپاره په ټولټاكنې باندې نظارت وكړی.
هغه په ادامې كښې وويل: د دې ادارې چارې په موقته توګه د اتحادیې مرستيال «محمد محمود طبلاوی» ته وركړې شوی دی.
هغه وويل: كوم ټولټاكنه چې د جنوری په مياشتې كښې كيدونكی وو د مصر د انقلاب په سبب څو څو ځله وځنډيدل له همدې سببه مو له قضايی دستګاه وغوښتل چې په دې ټولټاكنه نظارت وكړی.
817428
captcha