د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، نن د اسلام د ګران پيغمبر رحمت اللعالمين حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه واله وسلم د نيكمرغې بعثت ورځې په مناسبت د اسلامی ايران په ټولو ښارونو او كليو كې خلك جشنو نه ترسره كوی.
د ايران اولس بیګا او نن د بعثت د اختر په مناسبت په بيلا بيلو مذهبی ځايونو او كورونو كې د قران كريم د ځا نګړو غونډو په تر سره كولو سره دغه جشن لمانځی.
هم دا راز خلكو او تاجرانو د بازارونو او كورونو كوڅې په ډول ډول چراغونو او نورو ډيكوريشن شيانو سره ښكلی كړی دی.
۱۴۴۵ كا له پخوا د رجب په ۲۷ د خدا وند متعال له لوری د اسلام ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه واله وسلم په پيغمبری مبعو ث شوې وو.
نن په درست ايران كې د بعثت د اختر په مناسبت رسمی چټی ده.
د بعثت د اختر دغه نيكمرغه ورځ د زمونږ د (ايكنا) لخوا دې ټولو ته مبارك وی.
شماره بدهيد: خبر جشنهای عيد مبعث در ايران