د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی كلتور او ښوونی وزير ښاغلی سيد محمد حسينی بیګا په تهران كې د قرآن كريم د نړيوالو سياليو د ۲۸ پړاؤ په لومړۍ ورځ په دې سياليو كې برخه اخستونكو قاريانو او حإفظانو ته د پيغمبر اكرم د بعثت د مباركی په ويلو په ترڅ كې وويل چې پيغمبر اكرم يو غټ پيغمبر ؤ او د خدای له ټولو لوی او غټ ماموريت اوكار هغه وركړی شوی ؤ.
د ايران د اسلامی كلتور او ښوونی وزير ښاغلی سيد محمد حسينی روښانه كړه نن سبا بې وځلی، جهالت، د انسان وروسته پاتيوالی، اختلافات، كينې او جنګونه په دې خاطر دی چې يو شمير كسانو د الهی ولايت او د پيغمبر اكرم د سيرت د منلو په ځای د طاغوت او شيطان ولايت منلی دی.
ښاغلی سيد محمد حسينی زياته كړه نن سبا هر چرته چې جنايت، فساد، ديكتاتوری او د انسان سپكاوی وی نو چې ریښه ئې تعقيب كړو، د صهونيسټانو، آمريكايانواو يا د هغوی د متحدانو لاسونه به پكې وی.
د ايران د اسلامی كلتور او ښوونی وزير روښانه كړه دوی په حقيقی معنو كې طاغوت او باغيان دی او د انسان د ژغورنې لپاره قرآن ته له مخه كولو پرته بله لاره وجود نه لری.
د اسلام د ګران پیِغمبر د بعث د كليزې په درشل كې پرون په تهران كې د قرآن مجيد د نړيوالو سياليو اته ويشتم پړاؤ پيل شو او دغه سيالۍ به تر څلورو ورځو پورې دوام ولری.
817964