IQNA

علی لاريجانی: د تهران او باكو ترمينځ اړيكې بايد نورې هم پراخې شی

16:57 - July 01, 2011
د خبر لمبر: 2147135
نړيواله ډله: د ايران د اسلامی شورا خبری آژانس راپور وركړ د ايران د اسلامی شورا مشر علی لاريجانی نن په باكو كې د آذربايجان جمهوريت له ولسمشر الهام علی اوف سره په كتنې كې وويل د دواړو هيوادونو سياسی اړيكې دوستانه دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ايران د اسلامی شورا خبری آژانس یې نقلوی چې علی لاريجانی نن په باكو كې د آذربايجان جمهوريت له ولسمشر الهام علی اوف سره په كتنې كې وويل د دواړو هيوادونو سياسی اړيكې دوستانه دی.
د ايران د اسلامی شورا مشر علی لاريجانی وويل د تهران او باكو اقتصادی اړيكې هم بايد لوړې او پراخې شی.
ښاغلی علی لاريجانی هغه دغه راز روښانه كړه د ايران اسلامی شورا د ايران اوآذربايجان جمهويت ترمينځ د ملګرتياؤ له پراختيا سره دلچسپی لری د دواړو هيوادونو د پارليمانونو د ملګرتياؤ د سویې لوړتيا د تهران او باكو مناسبات هم پياوړی كوی.
د آذربايجان ولسمشر هم د ايران د اسلامی جمهوريت او آذربايجان جمهوريت د ملګرتياؤ پر پراختيا په ټينګار سره روښانه كړه دواړوهيوادونو د پآرليمانونو ملګرتياوې هم بايدلا پراخې شی.
د ايران د اسلامی شورا مشر د آذر بايجان جمهوريت له لوړ پوړو چارواكو سره د ليدو كاتو لپآره پرون باكو ته تللی دی.
818002
captcha