IQNA

آيت‌ الله ‌العظمی سبحانی: نامحدود شونه د قران شريف په ځانګړتياوو كې ده

22:00 - July 02, 2011
د خبر لمبر: 2147725
د قرانی كارونو ډله: آيت‌ الله ‌العظمی سبحانی په تهران كې شورو شوی د قران پاك د نړيوالو مقابلو په اته ويشتمی پړاو په پيل كې په خپل پيغام كې وويل چې د قران پاك په ځانګړتياوو كې يوه ځانګړتيا دا ده چې هغه نامحدود دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، آيت‌ الله ‌العظمی سبحانی د قران پاك د نړيوالو مقابلو په مناسبت خپل پيغام كې وويل چې د قران پاك يو خصوصيت دا دی چې هغه نامحدود دی همدې لامله اوس هم په قران پاك د تحقيق او څیړنه ځای شته او تر قيامته پورې به وی.
هغه زياته كړه چې يو كس له امام رضا عليه السلام پوښتنه وكړه چې څه وجه ده چې د قران پاك د بيا بيا تلاوت كولو نه پس هم قران پاك تلاوت انسان لپاره تازه وی دا څه وجه ده؟
نو امام رضا عليه السلام ورته په ځواب كې وفرمايل چې وجه یې دا دی چې قران پاك يوې خاصی زمانې يا خاص قوم او ټولی لپاره نازل نه دی شوی بلكې ټولو او هرې زمانې لپاره دی همدې لامله په هرې زمانې او په هر قوم كې به د قيامت ورځې پورې تا د نوی څيز په څير ځلیږی.
818167
captcha