«قاسم شعيب ابوبكر»، چې د قران كريم په اته ويشتمه نړيواله مقابله كښې د حفظ په څانګه كښې د غنا استازې دی، د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: د قران په دې مقابلو كښې په ګډون باندې ډېر غاوره يم.
د قران دې 27 كلن حافظ د اسلامی جمهوری ايران د مسؤلانو قران ته پام او د دا رنګ قران مقابلو په ترسره كولو باندې د هغوی ډيره مننه وكړه او ویې غوښتل چې داسې كار دې وشی چې لا زيات قاريان په دې مقابلو كښې ګډون وكړې شی.
هغه وويل: د دې مقابلو يوه نتيجه دا ده چې قاريان او حافظان له بيلا بيلو هيوادونو راشی او يو بل سره اشنا شی چې دا كار په اسلامی وحدت او يووالی كښې ډير اغيز لری.
هغه په اخر كښې دا هيله وكړه چې انشاء الله ښه رتبو او ډالو سره خپل هيواد ته ستون شی او په مقابلو كښې بريالې شی.
818469