IQNA

18:15 - July 04, 2011
د خبر لمبر: 2148841

د كلدانی عسايانو د نړيوال مشر آيت‌الله‌العظمی سيستانی سره كتنه

نړواله ډله: د كلدانی عسايانو لوی اسقف او مشر كاردينال « دريم امانوئل دلی»، نن د چنګاښ د مياشتې په 13 نیټه د شيعو دينی مرجع آيت‌الله‌العظمی سيد‌علی سيستانی سره كتنه او خبرې كوی.

ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له «نون» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د كلدانی عسايانو د نړيوال مشر نن سهار نجف اشرف ته راغی چې آيت‌الله‌العظمی سيستانی او نورو دينی مراجعو سره كتنه وكړی.
دريم كاردينال دلی به په دې ليدنه كښې د ملی وحدت په چوكاټ كښې د عراق د بيا رغونې لپاره د ګډې مرستې په ضرورت باندې ټنګار كوی.
د دې ګزارش پر اساس، د كلدانی عسايانو مشر به د چنګاښ د مياشتې په اوومه نیټه د آيت‌الله‌العظمی سيستانی په خدمت كښې حاضر شو چې ليدنه ورسره وكړی خو د هغه د وخت له وړاندې نه د ويشل كيدو په سبب دا ملاقات ونه شو.
د آيت‌الله‌العظمی سيستانی د دفتر يوې سرچينې ويلی دی چې په دې هكله مهمه خبره همدا وه چې وخت یې ويشل شوې و او نور څه دليل نه لری.
د ويلو ده چې كلدانی كليسا د كاتوليكو عسايانو يوه څانګه ده خو له واتيكانه مستقله ده چې د پاپ مقام په كښې په رسميت پيژندې كیږی د كلدانی عسايانو د لوړ رتبه رهبر كاردينال امانوئل دلی دی چې په عراق كښې اوسی.
819784
captcha