په ايران كښې د قران د مجيد په اته ويشمتمې نړيوالې مقابلې كښې ګډون كوونكی چې د جنوبی افريقې استازې دی «محمد عباس معيرات»، د ايران قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: په سيمه كښې اسلامی ویښتيا د مسلمانانو په زړونو باندې د قرانی ايتونو د اثر نتيجه ده. د ازادۍ لپاره قيام د دې خبرې كوونكې دی چې مسلمانانو د خدای په كلام باندې په تكيه سره ځای پيژندلی دی.
هغه وړاندې د قران د مقابلو په هكله وويل: دا دويم ځل دی چې په نړيوالو مقابلو كښې ګډون كوم خو لومړنې ځل دی چې په اسلامی جمهوری ايران كښې په مقابلو كښې ګډون كوم. د ايران د مقابلو سطحه د نورو هيوادونو په نسبت ډيره اوچته ده او له دې خوشال يم چې د قران په سيوری كښې جمهوری اسلامی ايران ته مې د راتږ خوشبختی ترلاسه كړه.
د ويلو ده چې دا نړيوالې مقابلې به نن د چنګاښ د مياشتې په 13 نیټه د ګټونكيو كسانو په اعلان او ډالۍ وركولو سره پای ته ورسیږی.
819541