د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت اللله العظمی سيدعلی خامنه ای نن په تهران كې د قرآنكريم په اته ويشتمو نړيوالو سياليو كې د ګډون كوونكو قاريانو، حافظانو ، استاذانو او حكمانو په ټول كې د الله تعالی آسمانی كتاب د اسلامی امت د وحدت ، عزت او اقتدار مهم عامل وباله او زياته یې كړه د سيمې د ملتونو پاڅونونه د خدای (ج) د ژمنو د پريكنده تحقق نښې دی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښو وفرمايل د صهيونستانو او په سيمه كې د هغوئ د سياسی ملګرو خبيثه جبهه حتی چمتو نه وه د مصر ملت د پاڅون فكر وكړی ، خو دغه ملت د الله اكبر په شعار او د جمعی په لمانځه سره د الله تعالی له دين سره مرستې ته راووتل او خدای (ج) هم له دغه ملت سره په مرستې سره يو ځل بيا ثابته كړه كه پروردګار له چا سره مرسته وكړی نو هیڅ قدرت هم پرې غلبه نه شی كولای .
د رهبرۍ ستر مقام د طاغوت د پړاو ايران ، د امريكا او ايران او په صهيونستانو پورې اړوند ه ايران وباله او ویې فرمايل له استكبار او صهيونيزم سره د مقابلې په قدرتمن توان د ايران بدليدل د الهی مرستې د ژمنې تحقق او عينی معجزه ده .
حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای د قرآن مجيد وحدت بخښونكې ظرفيت ته بې پامۍ د مسلمانو ملتونو ستر غفلت وباله او زياته یې كړه په الهی ژمنو او د قرآن په مفاهيمو د باور نه درلودل يو بل ستر غفلت دی چې په عملی ډول د اسلامی امت د وحدت ، عزت او اقتدار خنډګرځيدلی دی .
هغوئ د مسلمانانو د يووالې او اجتماع لپاره د قرآنكريم بې سارې او ستر ظرفيت ته په اشارې سره وفرمايل درست مسلمان ملتونه ددغه بې سارې الهی ډالۍ په وړاندی درس زده كوی او دغه حقيقت د مسلمانانو د وحدت لپاره ډير مهم فرصت برابروی
820615