IQNA

ايت الله جنتی: امريكا او اسراييل د ترهه ګرۍ ملاتړې او تربيت وركوونكی دی

19:44 - July 08, 2011
د خبر لمبر: 2150734
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعی لمانځه خطيب آيت الله احمد جنتی نن په دی وروستيو كې په تهران كې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې نړيوال كنفرانس ته اشاره وكړه او ویې ويل په دغه كنفرانس كې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په زمينه كې ښې رڼاوې واچول شی او امريكا او صهيونست رژيم هم د ترهه ګرۍ ملاتړې او هم د ترهه ګرو روزونكې دی .
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعی لمانځه خطيب آيت الله جنتی د افغانستان او عراق په شمول ځينو هيوادونو كې د امريكايی پوځيانو شتون ته په اشارې سره وويل امريكا په سيمه كې د خپل شتون د تثبيت او ګټو لپاره په ځينو هيوادونوكې پرته ده او په نتيجه كې یې يوازې بې ګناه خلك وژل كیږی.
د تهران د جمعی لمانځه خطيب ښاغلی جنتی د لبنان د پخوانې لومړې وزير رفيق حريری د محكمې اپيل ته په اشارې سره وويل امريكا او صهيونست رژيم د دغه اپيل په صادرولو كې لاس لری ځكه غواړی د لبنان له حزب الله غورځنګ څخه د ۳۳ ورځنی جنګ بدله واخلی خو دغه غورځنګ پياوړی ، قدرتمن او نه ماتيدونكی دی .
د تهران د جمعی لمانځه خطيب وويل د لبنان د پخوانې لومړې وزير رفيق حريری محكمه فرمايشی او يوه اسرائيلی او امريكايی محكمه ده .
ښاغلی جنتی همدغه راز د بحرين حالاتو ته اشاره وكړه او په دغه هيواد كې یې د روانو جنايتونو په وړاندې یې د نړيوالې ټولنې په چوپتيا نيوكه وكړه او ویې ويل دا د بحرين د خلكو ګناه ده چې خپل حقوق غواړی او غواړی چې خپل برخليك په خپله وټاكې .
د تهران د جمعی لمانځه خطيب ښاغلی جنتی په بحرين كې د ملی پخلاينې لپاره د آل خليفه د رژيم لخوا د خبرو اترو مطرحول په يو ډول د بحرين د خلكو له حقيقی غوښتنو تیښته وبلله او ټينګار یې وكړ د عربستان نيواكګر عسكر بايد زر تر زره د بحرين خاوره پریږدې .
821907
captcha