IQNA

د ايران ولسمشر رغاونه په نړيوالو اړيكو كې د پرمختګ اصلی ځانګړنه وبلله

18:13 - July 09, 2011
د خبر لمبر: 2151355
سياسی ډله: د اسلامی ايران ولسمشر ښاغلی ډاكټر محمود احمدی نژاد رغاونه په نړيوالو اړيكو كې د اغيز شيندلو او پرمختګ اصلی ځانګړنه وبلله.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښاغلی محمود احمد ی نژاد نن په تهران كې وويل كه كوم ملت غواړی له خپلو ګټو، امنيت او حيثيته دفاع وكړی او په نړيوالو اړيكو كې اغيز وشيندی، بايد پرمختګ وكړی او دا مو ضوع يوازې د رغاونې له لارې پوره كيدلې شی.
د اسلامی ايران ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد د دې خبرې په كولو سره چې د ايران د جوړولو لپاره درست امكانات موجود دی، زياته كړه د ايران د جوړولو لپاره بهترينې طبيعی سر چينې، بهترين انسانی ځواك او بهترينه اب و هوا موجوده ده.
ښاغلی احمد ی نژاد هم دا راز وويل ايرانيان په كلتوری زمينه كې هم د عمرانی مسلو په شان مخكښان دی او ايرانيانو په كلتوری زمينو كې هم نور تر اغيز لاندې راوستی دی.
822586
captcha