د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له «القدس العربی» ورځ پاڼې یې نقلوی چې حزب الله لبنان په دې بيانې كې اعلان وكړ چې د شيخ الازهر ښاغلی احمد محمد الطيب د شيعيانو پر ضد د ځينو اورپكو ډلو د ادعاګانو په غندلو سره وويل مونږه په لمانځه كې د شعيايانو اقتدا كوو. او هغوی د مسلمانانو څخه نه بيليدونكی فرقه ده او سنيانو سره يوازې په فرعی مسلو كې اختلاف لری چې مهمه نه ده.
يادونه كوو چې ښاغلی الطيب د شيعيانو او اهل سنتو تر مينځ د هغو اختلافاتو په ردولو سره چې سبب شوی ځينې كسان شيعيان غير مسلمانه وبولی، جوته كړه د دغو ډلو تر مينځ اختلافات يوازې څو فرعی مسلو پورې محدود دی او په دې باب د ځينو كسانو ادعا ګانې چې د شيعيانو قران له هغه كتاب سره چې د اهل سنتو په اختيار كې دې توپير لری، بې اساسه دی.
دا په داسې حا ل كې دی د المصريون ورځپاڼې په وينا ، شيخ الازهر نيت لری د اهل سنتو او شعيانو د ليدتوګو د نږدې كولو په هدف يو لړ اقدامات تر سره كړی.
هم دا راز څه موده وړاندې شيخ الازهر له المصريون ورځپانې سره په مركه كې ايران ته د سفر او له دغه هيواد سره د علمی او فكری اړيكو د زياتولو لپاره چمتووالې اعلان كړې ؤ.
821923