IQNA

د ايرانی مشهورو قاريانو سی ډيانې ځان سره ساتل زما ارمان دی

19:16 - July 09, 2011
د خبر لمبر: 2151366
نړيواله ډله: د ايران قاريان ډير ښه او خوږ اواز څښتن دی او ددوی اواز زما په زړه لګی زما ارمان دی چې د ايران لوړ رتبه قاريانو سی ډيانې مجموعه ما سره وی.
په ايران كې د قرانی مقابلو نړيوالو مقابلو په اته ويشتمی پړاو كې برخه اخستونكی د شام استازې ښاغلی اياد ھشام الھبول د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) سره په خصوصی مركې كې وويل چې ما ته د دوهم ځل لپاره په دې مقابلو كې د ګډْون كولو موقع ملاو شوی ده او په لومړۍ ځل زه په ميلادی كال 1997 كې دې مقابلو ته راغلی ؤم.
هغه ددې مقابلو د فيصله كوونكو كمیټۍ په هكله وويل چی د قرانی مقابلو د فيصله كوونكو څخه مونږ هم دا تمه لرو چې د بې طرفه فيصلی دې وشی او د نړيوالو قوانينو په مطابق خپل دندې تر سره كړی او دا كار مو د ايران په دې نړيوالو مقابلو كې په خپلو سترګو وليدل چې ډير انصاف سره فيصلی وشوی.
821455
captcha