IQNA

په ايرانی مقابلو كې برخه اخستونكی ډير قاريانو د قرانپاك په مختلفو قرائتونو مهارت درلوده

14:09 - July 11, 2011
د خبر لمبر: 2152574
نړيواله ډله: په تهران كې د قران پاك نړيوالو مقابلو په اته ويشتمی پړاو كې تكړه قاريان او ماهران شريك وو چې پكښې زياتره قاريان د قران پاك د مختلفو لحنونو او قرائتونو څخه خبر وو.
د قران پاك د نړيوالو مقابلو قاری او فيصله كوونكی ښاغلی يحیٰی محمد علی الصحاف د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په خصوصی مركې كې وويل چې زما دا لومړۍ ځل دی چې د ايران په نړيوالو قرانی مقابلو كې مو ګډون وكړ او د دې مقابلو د لوړ معيار زه ډير حيرانه كړې يم.
ښاغلی يحیٰی محمد علی الصحاف زياته كړه چې زه تر اوسه پوری په ډيرو هيوادونو كې د قاری او فيصله كوونكی په توګه ټاكلی شوی يم خو د ايران د قرانی مقابلو كې د برخه اخستونكو زيات شمير او د ډير د نظم او انتظام په ليدلو سره زه ډير خوشحاله شؤم او داسې مو په بل هيواد كې نه دی ليدلی.
822550

captcha