IQNA

"اسلام په افريقه كې" تر عنوان لاندې نړيوال سيمينار

23:15 - July 13, 2011
د خبر لمبر: 2154278
نړيواله ډله: "اسلام په افريقه كې، نظرياتی غورځنګونه، تاريخی سرچينی او تحقيقاتی پروګرامونه" تر عنوان لاندې دا سيمينار سږكال له نولسمی جولايی تر يوويشتمی نیټی پورې د ملايشيا په پلازمينې كوالالمپور كې تر سره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «ISESCO»، یې نقلوی چې دا نړيوال سيمينار د اسلامی نړۍ د پوهنتونونو اتحاديه (FUMI) چې اسلامی كانفرنس سره تړلی دی او په ملايشيا كې د ملايشيا د اسلامی پوهنتون په همكارۍ سره تر سره كیږی.
په افريقی كې د اسلام پرمختګ او د تبليغ لارې، په افريقی كې سياسی مهاجرين او د اسلام په پرمختګ كې د هغوی رول، د اسلامی تمدن په ترقۍ كې د افريقی پوهنتونونو كې د علمی تحقيقاتو رول په شان نور موضوعات په دې سيمينار كې شامل دی.
824266
captcha