IQNA

په ملايشيا كې د روانی ميلادی مياشتی په شپاړسمه نیټه د قران نړيوالو مقابلو افتتاح كیږی

8:56 - July 15, 2011
د خبر لمبر: 2154562
نړيواله ډله: په ملايشيا كې تر سره كيدونكی د قران پاك دقرائت درې پنځوسمې كليزې مقابلو افتتاح د روانی ميلادی مياشتی جولای په شپاړسمه نیټه د خالی په ورځ د ملايشيا بادشاه او د هغې ښځې په شتون سره په پلازمينې كوالالمپور كې كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ملايشيا خبری اژانس (Bernama)، یې نقلوی چې ددې مقابلو د انتظام كوونكی د ملايشيا د اسلامی چارو اداری (JAKIM) اعلان كړی دی چې په دې مقابلو كې د پنځوسو هيوادونو نږدې يو اتيا (81) قاريان په دې كې برخه اخلی.
په دې بيان كې راغلی دی چې سږكال په دې سياليو كې برخه اخستونكی شمير له مخكښې زيات شوی دی ځكه چې مخكښې دوه كلونو كې يو ځل شپږ اوويا او په بل كال كې اووه څلویښت قاريانو ګډؤن كړی ؤ.
825212
captcha