IQNA

په برونایې كې د" نوې نړۍ كې د مسلمان ښځو حقوق" په موضوع سيمينار تر سره كیږی

8:57 - July 15, 2011
د خبر لمبر: 2154564
نړيواله ډله: په " نوې نړۍ كې د مسلمان ښځو حقوق" په موضوع سيمينار د راتلونكی ميلادی كال 2012ء د اپريل د مياشتی په لسمی او يوولسمی نیټی په برونایې كې تر سره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «unissa»، یې نقلوی چې دا سيمينار د " سلطان شريف علی شريعت و قانون كالج " لخوا د برونایې په پلازمينی بندر سری بګاوان كې په نړيوال هوټل ريزقون كې تر سره كیږی.
دا سيمينار د روان وخت په ټولنيز نظام كې د مسلمانو ښځو د حقوقو د جاجونی په هدف سره دينی عالمانو، استاذانو او مفكرينو په شتون كې تر سره كیږی.
په دې به د مسلمانی ښځې په هكله څیړنی كېږی چې په نوې نړۍ كې مسلمانو ښځو ته راپیښ ستونزې او د هغې حل په هكله خبرې اتری كیږی.
825484
captcha