IQNA

ايت الله كاشانی: د ايران مخ ته له مشكلاتو سره د مقابلې لپاره كامل اتحاد او انسجام اساسی اصل دی

22:32 - July 15, 2011
د خبر لمبر: 2154833
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب د مهدويت موضوع د مسلمانانو د وحدت بنسټ وباله.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت الله محمد امامی كاشانی د شيعه مسلمانانو د دولسم امام حضرت امام زمان عجل الله تعالی د نيكرمرغه زوكړې په مباركۍ ويلو سره د مهدويت موضوع ته اشاره وكړه او هغه یې يو مترقی اصل ونوموه او ویې ويل مهدويت د مسلمانانو د وحدت مركز دی.
د تهران دجمعې لمانځه خطيب دغه راز د مهدويت پرضد د تبليغاتو په وجه سعودی عربستان ته په ځينو اړونده علما نيوكې سره د مسلمانانو د ډير وحدت غوښتنه وكړه.
ايت االله امامی كاشانی په دې خبرې سره چې د امام مهدی عليه السلام د ظهور د انتظار كلتور په شيعه مسلمانانو كښې ډير پياوړی دی وويل په راتلونكی پوهيدل ، دراتلونكی انتخاب او در اتلونكی لپاره عمل دحضرت امام مهدی عليه السلام دانتظار درې مهم ركنونه دی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب وويل ټول مذهبونه د حضرت امام مهدی عليه السلام د انتظار اصل منی او دغه موضوع ډير اهميت لری.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب دغه راز د مهدويت او د امام مهدی عليه السلام دانتظار د موضوع د پراخو اړخونو په بيانولو سره يوه حديث ته اشاره وكړه او ټينګار یې وكړ د امام مهدی عليه السلام د ظهور په وخت په نړيوال حكومت كښې يوازی يو كس اول او اخری خبره كوی او هغه حضرت مهدی عليه السلام دی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت الله امامی كاشانی په اسلامی نظام كښې د ولايت فقيه په رول او مقام ټينګار سره وويل د ايران مخ ته له مشكلاتو او چيلنجونو سره د مقابلې لپاره كامل اتحاد او انسجام اساسی اصل دی.
826109
captcha